شپه په وتو شوه ډیوه مړه شوه اوس دي نه راځي څوک 
دانتظار جذبه سړه شوه اوس دي نه راځي څوک

ما وي چي رابه شي دستورو دپیغور به نه شم 
بیګاه چي هغسي اونه شوه اوس دي نه راځي څوک

پرون رانغله چي دا نه راتلو جواز يي نه وو 
وفا چي یو ځلي پیکا شوه اوس دي نه راځي څوک

دا تنهاﺉ په غیږ کي خوښه شوه قرار يی وموند 
ارزو سندره شوه ټپه شوه اوس دي نه راځي څوک

هسي نه داغ شي دښکلا دتقدس په لمن 
مینه شکي شوه ګنګوسه شوه اوس دي نه راځي څوک

په ډیرو تیروتمه ډیر یاران مي وپیژندل 
دهر اشنا مي خوا سړه شوه اوس دي نه راځي څوک

مکیده ورانه شوه زړه روغ شو لاړ په خود شو جنون 
دا رقیبانو خوا سړه شوه اوس دي نه راځي څوک