ټولې دنیا ته مې د یو سړي صفت کړې دې
ما په یو څو ورځو کښې څومره محبت کړې دې

د دې کوڅو نه صبریدل زما د وسه نه دي
ګني یارانو راته هر وخت نصیحت کړې دې

هغه چې زه یې د ښائیست په صفت نه مړیدم
هغه سړي زما په هر ځائې کښې غیبت کړې دې

زما رقیب د محبت په معنی څه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوئې منافقت کړې دې

ما د هر ګوټ سره د یار د سترګو ذکر کړې
ما د شرابو په نشه کښې عبادت کړې دې