چى دبخت تالو ي سپين دئ تور به نشى
چى شيرين دئ له ازله شور به نه شى
هر چى غوړ د محبت لرى په زړه کښى
که پرى زر کالونه تير شى سپور به نه شى
د دى نورو بازارونو خوريدل شته
يو بازار د محبت دئ خور به نه شى
چى له ياره سره کينم رقيبان مى
تل په بد نظر کاته کا کور به نه شى
هسى نه چى زور مى نشته زړه دى ګورم
ته پخپله مهر اوکړه زور به نه شى
لاس په لاس سودا بهتره تر هر څه دا
مسافر په لار ولاړ يم پور به نه شى
که هزار ځله حکمت هنر تدبير کا
د خوشحال په باب چى شوى نور به نه شى
0 Comments
Post a Comment