د یار د خکلی مخ لیدل غواړی۔
زما پرهر زړګی ګنډل غواړی۔

چی پاک الله پکښی جنت ایخی دی۔
هغه تلی خو خکولول غواړی۔

ملګرو نن یار پسی ډیر خفه یم۔
د زړه د خلاصه به ژړل غواړی۔

زړګیه هیر دی چی بیلات دی وکو۔
چی سه ګټی سه به بیلل غواړی۔

چی دا خپل قوم د تباهۍ نه بچ کړو۔
په دی ویدو کښ پاسیدل غواړی۔

چی د معیاره یی زه اوغورزولم۔
دغه ارمان به قتلول غواړی۔

چی ستا په مینه کښی رسوا شوم پکښ۔
اوس د دی کلی نه وتل غواړی۔

که خوشحالو ته چری زړه وی زما۔
دا ارمانونه به تړل غواړی۔

جانان اسانه باندی نه خپلیګی۔
زان په معیار به یی تلل غواړی۔

هر خوا به مینه محبت راشی بیا۔
زان نفرتونو نه سنډل غواړی۔

د یار په مینه کښ به ویخ اوسیګی۔
ډیر رقیبان پکښ سارل غواړی۔

د خکولی مینه سه اسانه نه ده۔
بیا په سلګو پکښی ژړل غواړی۔

زړګی می نن په ژړاګانو سر دی۔
خبر تری نه یم سه غوختل غواړی۔

د یار په مینه کښی هر سه می بیلل۔
اوس خو به سه نا سه ګټل غواړی۔

زړګی می اوسیره زه ټهیک یمه خو۔
بس یو جانان ترینه ایستل غواړی۔

عقل یی راغی خو وخت تلی دی تری۔
جانان د ګوره اوس پاګل غواړی۔