د سيند د سپينو شګو نه مى جوړ کړو يو محل
دى ټول خړګى جهان ورته حيران حيران کتل
قالين مى پکښى خورکړو دسروپانړو د ګلاب
اوچت ي ديوالونه وو سازونه د رباب
بيا رنګ مى ورله ورکړو د خوبونو د شباب
هرګل مى ورله راوستوماليار مى کړو بٌلبل
دى ټول خړګى جهان ورته حيران حيران کتل
نرګس مى په غيږ راوړو وم ميلمه مى کړو رامبيل
د څاڅکو د شبنم نه مى خيسته جوړ کړو اميل
نسيم په خندا راوړل زيړ ګلونه د چامبيل
شراب مى ورله ورکړو بيا داوښکو د بٌلبل
دى ټول خړګى جهان ورته حيران حيران کتل
رنړا مى دسپوږمئي کړه دزٌهرا پستى غزلى
خنذا تا دتنځرو ښکلى زرکى ګډيدلى
د ستورو مستى سترګى غلى غلى رپيدلى
رورو پرى مستى راغلله دخدائ اوري کړو بل
دى ټول خړګى جهان ورته حيران حيران کتل
يوازى زه بادشاه ومه په سر مى تاج دغم
پخوا کښى مى دلبره وا مسکئ سترګى پٌرنم
په غاړه ي اميل خيسته د څاڅکو د شبنم
ماشومه نازنينه پاکه ښکلئ لکه ګٌل
دى ټول خړګى جهان ورته حيران حيران کتل
1 Comments
اگر آپ اس غزل کے شاعر کا نام جانتے ہیں، تو براۓ مہربانی کمینٹ بوکس میں ہمیں بتائیں. تاکہ ہم اس غزل کو اپنے شاعر کے نام سے منسوب کریں. شکریہ
ReplyDeletePost a Comment