ستا د محبت نه مې توبـه کړه خو قبليږي نه
پروت په سمندر کې يم او تنده مې ماتيږي نه
دي چينار ته چا د خپلو زلفو قيصې کړي دي
اوس چې پاڼې اوسپړي نو سورې ترې غوړيږي نه
پاتي شپه هم اوخورمه که حد د انتها شته دى ؟
ستا تصوير ته ژاړمه او سترګې رانه لويږي نه
راشه چې په غيږ کې دي اوږده اوږده ساه واخلمه
راشه کنه مرمه ستا څنګل رانه هــيريږي نه
دلته ګورې جنګ د سترګو دومره لوې ګناء ده چې
دلته که دا اور بل شو نو بيا هډو مړ کيږي نه
چرته يي درويش روښانه چا له ګلاب ورکړم
خپل ځان ته نارې وهمه څوک راښکاره کيږي نه
0 Comments
Post a Comment