د بل د درد هم اندازه پکار ده
ګنې احساس له جنازه پکار ده

د زړۀ پۀ کور کښې مې تور سرې اوسي
نجاره یاره دروازه پکار ده

ماله پۀ مخ باندې سپېړې راکړه
پۀ ما دې هم څۀ ملازه پکار ده

تاله، مې قد ته رسیدو د پاره
د کتابونو کوازه پکار ده

قبر کچه خیر دے پرواه نۀ کوي
خو د درمان پۀ نوم خازه پکار ده