تا ليدلي نه دي کرامات چرته ده سم ملنګ
يا به دي جانان کړم يا به زه درپسي شم ملنګ

دغه به انعام ده خپل شيلدلي ګريوان اوګټم
چرته خو به اوائئ چي ته کړي زما غم ملنګ

ما ورته کتل چي ئئ په مخ اوښکي رواني وئئ
ګل چي ده ډنډر نه شوکولو د شړشم ملنګ

خدايه سو سجدي به شکرانه کښ درته اوکړمه
تا که زه د يار په ښکلي خسن پسي کړم ملنګ

ورکړه د غرور غوټي تندي له ځان مغروره کړه
شته له خوصله پکي اوړي دي شي ستم ملنګ

تا که د سيراج ميني ته سپک کتل پرينښودل
مات نه کړي يريږم هسي نه چرته قلم ملنګ