لاړشه او ماته ترې ګلونه راوړه
وخت نه دژوند محبتونه راوړه
که ئې رښتونی خدمتګاردوطن
زما بچي ته کتابونه راوړه
په دې وطن کې امن کوم ځی کې دې
زما دې سوال ته جوابونه راوړه
دلته خماردې او غوښتنه کوي
ماته دخلکو نه سرونه راوړه
اسمان ته وخیژه ریاض ناشاده
ته ترې نه اووه... واړه.. رنګونه راوړه
0 Comments
Post a Comment