شپه راراوانه د ځانونو فیصلې دے اوکړي
تیارۀ چه چا هـم نۀ خوښیږي نو ډیوې دے اوکړي
واه کنه داسې ورځ هم لاړه قتل عام ونۀ شو
پیغلے دے ټولے شي راپورته دنداسې دے اوکړي
خندا دے اوکړي نن خو ښه بې اندازې دے اوکړي
ځینې زخمونه دې ساړۀ ځـیـنـې لمبې دے اوکړي
د عشق پۀ پوله چه څوک خیژي ښۀ مضبوط دے اوسي
پۀ خپل وجود باندے د درد ښې تجربې دے اوکړي
د چــا د فــکر رڼائي دلته څوک نۀ شي لیدے
دلته که ځان څوک مړ کوي صفا قیصې دے اوکړي
یواځې مونګ پۀ دے ګناه کښې ککړ نۀ یو پراتۀ
اعجازه مونګ ښکلي پریدو خو اجازې دے اوکړي
0 Comments
Post a Comment