زوړ شوي شال ته ملامته یمه
زۀ ستا جمال ته ملامته یمه

دا د عربو شیخان اوري کۀ نه؟
وران شوي خال ته ملامته یمه

بیا ستا رټ شوي ځوابونه اؤرم
زۀ مې خپل سوال ته ملامته یمه

راباندې تیره ده نیټه د قرض
یو کلیوال ته ملامته یمه

د چا انځور سره خبرې کؤوم
کور کښې دیوال ته ملامته یمه

مازیګرے د بل پۀ کار کښې تیر شي
د یار وصال ته ملامته یمه

دا چې درمانه انتظار کښې زوړ شو
زۀ دغې ټال ته ملامته یمه