د لېونۍ ميني ارمانه تا به څنګه کوم
زما وجود زما وجدانه تا به څنګه کوم

زما د مور د هري اوښکي دي سودا کړې وه
زمونګ د کلي د چم خانه تا به څنګه کوم

زه دي کرۍ ورځ له خيالونو ځه نا خلاصه يمه
زما له حاله نا پرسانه تا به څنګه کوم

زما و سینہ تہ تور لاسونہ اچولي وو تا
يه زما پيره قدردانه تا به څنګه کوم

تا د لائق هره سجده کي اختلال کړی دی
را پوري سوی يې شيطانه تا به څنګه کوم