چی یو غم رانه پناه شی نو بل راشی۔
د یار عشق کښ ډیر غمونه زغمل راشی۔

چی د یار د غمه زان خلاصول غواړی۔
دی کښ ډیر ډیر ارمانونه وژل راشی۔

زه دیدن به یی کوم د زړه په سترګو۔
چی زما خواله جانان می دا زل راشی۔

چی شی تیر د امتحانه نو خبر شی۔
چی ډغره اوخری سر ته عقل راشی۔

سومره خه به وی که داسی چری اوشی۔
چی ارمان له می په خپله اجل راشی۔

په خپګان کښ رانه لری لری تښتی۔
او په راته کښ نیزدی راله خپل راشی۔

چی همزولو ورته خپلی قیصی اوکړی۔
جانان اووی ماله هم به پاګل راشی۔