پښتون یم مسلمان یم په مسلک باچاخانے
زما په شانتې نشته ګورے کلک باچاخانے

دعدم تشدد په فلسفه زما يقین دے
قلم والا یم نه یم د ټوپک باچاخانے

خو بس چې پښتانه په علم ستوري د اسمان کړي
اے خدایه درنه غواړم یو زیرک باچاخانے

زه غواړم چې تعلیم د بابا عام شي پښتنو کښې
زه نه یم د نالۍ او د سړک باچاخانے

الله ته په زارو وو د پښتون اولس دپاره
لیدلے مې پرون وو یو هلک باچاخانے

د بعضو په شان چغې سورې مه وهه نقیبه
نقیبه داسې ښه یې داسې ورک باچاخانے