په چرت کښې دی د چا چې کاروبار دې د لوټې
خرڅيږي په ښه بيعه ښه روزګار دې د لوټې

بازار د درويشانو ورته هم وپسخيدو
په دې دور کښې سم ګرم بازار دې د لوټې

چې تشه وي بې وزنه وي ټينګيږي په ځای نه
بس رغړي او را رغړي دغه کار دې د لوټې

ده جوړه نظريه ئې د کمزوري پلاسټک
سورۍ به شي کم عقله څه اتبار دې د لوټې

قيمت ئې اوس د هر کوړه چميار نه دی د وس
دا وائي چې جيګ شوې نن معيار دې د لوټې

هر غل به اوس په دغه لوټه ځان له وينځي سر
چې غل دی نو هم هغه خريدار دی د لوټې

خبر دې چې يو چا ورپسې کړې ده ژړه
چې کړې ئې بې سوده انتظار دې د لوټې

د حاله ئې خالصه شو هر يو سړی خبر
د ذکر نه نن ډک پورا اخبار دې د لوټې