درد له ورکړے دې غمونو له دې زور ورکړى
په څه خطا په ما ظلمونو له دې زور ورکړى

د خپل ښايسته حسن له زوره ناخبرې جينۍ
ته څه خبر يي بلها زړونو له دې زور ورکړى

زما د ژوند د مجبورو نه ياره څه خبر يي
خو بس لګيا يي پيغورونو له دې زور ورکړى

که نصيــــبه وه د يو بل به شو هيڅ غم مکوه
ليونۍ هسې تعويزونو له دې زور ورکړى

سړيه بيا څه مصيبت درته پيښ شوى دے جوړ
سړيه داسې چې مونځونو له دې زور ورکړى

راروان ژوند له دې څه سوچ کړى غـــازى نــــــادانه
که نه يواځي بس شعرونو له دې زور ورکړى