نه د درد، نه د وصال قیصه شروع ده
د درهم او د ریال قیصه شروع ده

ګل ورینې ته دې خپل خالونه وران کړه
هلته بیا د نوي کال قیصه شروع ده

دا خو ستا د ارمانونو سودا کیږې
ما وېئل کۀ ستا د شال قیصه شروع ده

دا اخیر کې چې د دار خبره کیږي
دا زما، ستا د زوال قیصه شروع ده

پۀ کچه منګي انجام ته مینه رسي
زرفروشه! د کولال قیصه شروع ده

د غزل پۀ ترنم کې غلطیږم
پۀ جمات کې د بلال قیصه شروع ده

د پښتون بربادؤلو له درمانه
ګوره څومره د کمال قیصه شروع ده