زما دزړه دخوږیدو رازونه مه لټوه 
اوربه درپوري شي اشنا اورونه مه لټوه

دخپلو سترګو دظلمونو به دي کرکه وشي 
مه کوه مه زما دزړه زخمونه مه لټوه

زما بي سره شوګیري درپوري اونه نښلي 
زما په سترګو کي زما خوبونه مه لټوه

ارمانه مه کوه دښکلو زړونه ډیر خیرن وي 
ښکلو ته ګوره خو دښکلو زړونه مه لټوه

په دي سرونو کي به سر وخوري دعقل رڼا 
دا د وهمونو د تیارو غارونه مه لټوه

میني ریښتیا مه وایه مه کوه ستومانه به شي 
ځان له زما غوندي په زور غمونه مه لټوه

په دي کوڅو کي دالفت بادونه نه الوزي 
”” صابره ““ دلته دالفت رنګونه مه لټوه