دا وفا د کوم وطن ده،دا ښایست د کوم تهذیب دے
یو مئین د بل دښمن دے،یو مئین د بل رقیب دے

چي په دې میخانه ورک دے چي په دې سپرلي کې خوار دے
یو زما د قام شاعر دے بل زما د ملک ادیب دے

که د یو ادم زامن دي ځئ په تاسو فیصله شوه
یو په کومه دعا خان دے بل په څه ګناه غریب دے

د رحمان کره ژړا ده د خوشال په کور ماتم دے
د ایلم په سوکه دار دے د خیبر په سر صلیب دے

چي زمونږه مرګ ته ناست دے چي زمونږ د سر قاتل دے
زمونږ دې قسمت ته ګوره هغه ښکلے مو طبیب دے