یم ړنګ دیوال ته ناسته ستا یادونه دي بچیه 
پیوست مې تا پسې ټول امیدونه دي بچيه

کوڅه پۀ کوڅه ګرځم ستا نامه پۀ زورۀ اخلم 
نیولي مې پۀ لاس کې ستا عکسونه دي بچیه

د چـــا د تپوس وکړمه د چا نه د وغواړم 
پۀ زړۀ مې جوړ د سرو وینو ډنډونه دي بچیه

کور وران دی بې له تاسحر ماښام سلګۍ سلګۍ ده 
بې خونده پسرلي او اخترونه دي بچیه

چې زړۀ پورې د ونیسم پۀ سترګو مخ د ښکل کړم
نیمګړي مې هم دغه ارمانونه دي بچیه

سادۀ بادۀ ګل مخیه که ژوندی وې غږ مې واورۀ
شروع د دا لســــــــــــم امتحانونه دي بچیه

پۀ څۀ مه شې د ژوند هره ارزو هیله مې تۀ یې
د رب در کې مې پورته غبرګ لاسونه دي بچیه