رڼا ورځ وه توره شپه شوه چې ته ولاړې
د لمر سترګه هم ړنده شوه چې ته ولاړې

د سالو پلو دې خاورو وو ښکل کړی
ځمکې اور واخیست لمبه شوه چې ته ولاړې

ستا د پاره ښاپیرو راوړل لفظونه
غزل پریوته ویده شوه چې ته ولاړې

دا خو ته وې چې د خلکو دې راپام کړ
دنیا هم رانه خپه شوه چې ته ولاړې

ماښامی دې غم لړلی کړو په ستورو
د اسمان لمنه سره شوه چې ته ولاړې

په تیارو کې به اوس چیرې غریب پروت وي
د "خاطر" ډیوه هم مړه شوه چې ته ولاړې