وږے تږے وي رنځور وي لېونے وي
زمونږ غم څه د غريب سړي بچے وي
سړے څنګ سړي خورو ته سړے پرېږدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړے وي
د شکست حوصله نه لرم پښتون يم
مقابل که مې زنځير وي که زمرے وي
که د کور د دړد د دوړو نه راپټ شو
خو! په ښار کښې د غم لړې وي لوګے وي
د زخمونو جامې واغوندئ چې ورشو
لېونو په مېخانه کښې به سپرلے وي
0 Comments
Post a Comment