چې څنګه مې ؤ کړې کال په کال د نوي کال
هم هغسې مې وکړو استقبال د نوي کال
يو نوې نمر راوخوت د يو نوي کال عروج
هم دغه شانتې وشولو زوال د نوي کال
د ژوند خښتې د تېر کال نړيدلي هره ورځ
ردې وهه په بل نوي ديوال د نوي کال
د نوي کال دې وکړله څه توره ابتدا
هم دغه تور کړه بس په تندي خال د نوي کال
وختونه مو تېر کړي دي تاؤده وو که ساړه
ژوندون دغسې تېر شو په مثال د نوي کال
زياتيږي که کميږي د شيرين عمر حساب
څه دومره نوې نه دې دغه سوال د نوي کال
د تېر لانجې طيبه هسې هم دي راسره
هم دغو سره ګډ به کړو جنجال د نوي کال
0 Comments
Post a Comment