چي طلب ئي رانه عذر د قصور کړ
اے قاصده مبارک شه يار زما شو

د ورک زړۀ غل مي بي هغۀ بل څوک نۀ دي
پۀ ليدو مي ئي مخ ستون کۀ پۀ خندۀ شو

د سپوګمي غوندي هر چاتۀ نزدي ښکاري
حمزه:اووايۀ چي ښکلي يار د چا شو