باد شومه دعشق د گړنگونو په سرونو
پریوتم دلری وطنونو په سرونو
دریغه چی دا ستا د اننگو خوله هم زه وی
پرخی ته چی گورم د گلونو په سرونو
سترگی به زما شی اخر غرقی په ژړا کښی
گرځی چی کشتی د گردابونو په سرونو
مات په نظر کړه چی سپین سترگی حق حیران شی
دود می کړه د خپلو محلونو په سرونو
ښکلی به سر ټیټ کړی یاره ستا په تصور کښی
ډیر خاطره ستا د غزلونو په سرونو
0 Comments
Post a Comment