لږ خپه نيولې شه ماښام نزدې دى لمر پريوځي
زه درته ګورمه خو سورې مې په ور پريوځي
ْْْ
مونږ په رڼا کې د يو بل د ليدو حق نه لرو
زمونږه لمر د شپې راوخيژي سحر پريوځي
ْْ 
زما په سترګو کې تصوير جوړوي کاڼي تراشي
د دي شيشې خبرې څوک اوري په غر پريوځي

خدايه په دي سړي اوس څه وکړمه نه پوهيږي
زما په غيږ کې هم زما نه مرور پريوځي

ستا د خورو ذولفو نه ځار شمه سرتوره مه شې
ته چې خيرې کړي لوپټه درنه د سر پريوځي
ْ 
ْْْْ هغه روښان خو د جانان د ميني نه دى وزګار 
هغه خو ستړې ستړي راشي لکه غر پريوځي