نذرانې دا ستا دَ سترګو دَ غبار کړم
محبته! زۀ دې اور، زۀ دې انګار کړم

کوم ديوال چې تسلي دَ يادښتونو
دا نامه به دې پۀ دې دېوال اظهار کړم

شاعري زما رنځورې حادثې دي
همدې خپلو څو بيتونو زۀ بيمار کړم

ګډوډ لولم پۀ تاوان، تاوان ليکونه
کاغذونو سره هره شپه روزګار کړم

دا لمحې به راله پښو کښې سر راکېږدي
زندګۍ کۀ زۀ دې لږ پسې وزګار کړم

ما وې لاس درځينې اخلمه طالبه!
خو پۀ يوه ګيله دې زۀ بالا قرار کړم