بې کوره شي چې څوك په بې درکو پسې ګرځي 
درانه خلق سپکيږي چې په سپکو پسې ګرځي

زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وايم 
چې څوك رازلمي کيږي په ټوپکو پسې ګرځي

د زرکو د کونترو ښکار د نورو مشغله شوه
زما د غرونو باز په توت خوارکو پسې ګرځي

بيا څوك د پښتنو د اتفاق سندرې وايي 
ديوان يې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي

صلاح کوى جرګه کوى غونډيږي تندرونه
څوك جاله جوړوي ځانله په ډکو پسې ګرځي

د هغه غرسنئ غړئ مې هغسې په زړه دا 
لا هغسې مې فکر په کنجکو پسې ګرځي

د ښکلو په سينو کښې بې غرضه زړونه ګوري 
صابر بلا وهلې دې په وروکو پسې ګرځي