قسم دی یاره چاته مې رازونه ښکاره نه کړې
دنیا ته مې جانانه تصویرونه ښکاره نه کړې
په لاس باندې ئې وتړه په غلا باندې د موره
ملا وئیل چې چا ته تعویزونه ښکاره نه کړې
لور جانې په بورقه کښې یې له ځان سره پټ ساته
مور جانې نن وئیل راته لاسونه ښکاره نه کړې
وطن کې مو د ښځو د تعلیم دښمنان ډیر دي
بابا راته وئیل چې کتابونه ښکاره نه کړې
که غواړې چې دې پاکه مینه چرته رسوا نشې
نو خیال کو مئینه چې رازونه ښکاره نه کړې
يو سوال نن حمیرا ته بس قبول کړې لویه خدایه
په جوند کښې مو نا کام محبتونه ښکاره نه کړې
0 Comments
Post a Comment