د خپلې سرمايې قدرِ سودا اخلم په څو ده؟
راتلونکو ماښامونو ته رڼا اخلم په څو ده؟
ښه تاله خو مې زړه کې، د يادونو محل جوړ کړو؛؛
او، ځان له به اوس، خامخا صحرا اخلم په څو ده؟
چې بيا چرته د جنګ د نامې زکر عرضه نشي؛
د امن، امن، امن تقاضا اخلم په څو ده؟؟
منمه چې دا ژوند بې له ژړا هم نه تېرېږي؛
خو زه پکې د څو ورځو خندا اخلم په څو ده؟
ته څله په خپل کړي جناېت کرښې راکاږې؟؛؛
زه خپلو خواهشاتو له سزا اخلم په څو ده؟؟
چې درد مې په يوولسو حواسو کې څرګند شو؛
تسل خټکه!!خپل زات کې فنا اخلم په څو ده؟
0 Comments
Post a Comment