مونګ چي بلها بلها خبري ئي په سر اوړي دي
هغه د زړونو کلي ټول په یؤ نظر اوړې دي

هغه چي خلک ورته بل ځي نه آختري راوړي
مونګه له هغي کلي نه کډي په آختر اوړې دي

هيس پوها نه شوچي مي ګټه که تاوان کړۍ دۍ
خو مونګ په خپلي اوګو خپل مړۍ اکثر اوړي دي

کله چي هم دلته راځم په خوشحالي راځمه
چي ځم نو سترګي مي په خپلو اوښکو تهراوړي دي

سوک داسي هم نشته چه ياد ئي کړي د غل په نامه
جانان زمونګ زړونه څه داسي په هنراوړي دي

ا وس دي يادونه د هغه سينه کښي پاتۍ نه دي
د ونو پاڼي وۍ "اتله" سمندر اوړي دي