حورې ، ښاپيرئ وی ، فرښتې وی او يو زه وم
ته وی ، ستا دعا وی ، ستا ښيرې وی او يو زه وم
داسې زنده ګي وه چې مې غم نه وو ليدلی
هره ورځ خوندونه وو مزې وی او يو زه وم
زړه مې مين شوې وو په ځان به خبر نه وم
ته مې يادولې ورځې شپې وی او يو زه وم
ما ته د کتل زه د خوړم خو ما هیڅ نه ويل
تا ته مې کتل ستا به غصې وی او يو زه وم
ستاسو ځمکه ټوله ما ريبله سم خوشحال وم
ته او ستا د لاسه پراټې وی او يو زه وم
بس د مازديګر په انتظار به لمر ته ناست وم
هغه ورځ چې رانغلې ګيلې وی او يو زه وم
ستا چې پيغلتوب وو بې پروا به ګرځيدلې
ما سره د دومره انديښنې وی او يو زه وم
تا به د حساس نامه رومال باندې ګنډله
ما سره ستا نښې نښانې وی او يو زه وم
0 Comments
Post a Comment