کله کله سترګې توروه
کله کله زړونه تختوه
يه جانانه دومره خو کوه
ما چرته پۀ هيره يادوه
زه لۀ چانه نۀ غواړم ساقی
تۀ پخپله خوښه راکوه
بيا بيا تپوسونه مۀ کوه
ما د ښکلو کلی ته بوځه
تاله به راوړمه لوپټه
لاړمه دعا راته کوه
زۀ ترې غزلونه جوړوم
ښکليه لوظونه ماتوه
وايو پسرلی ته هرکلے
شابه ليونی راټولوه
راغے په شېبو شېبو باران
ځان زما شړۍ کښې پټوه
ياره دا پردی راخپلوه
مينه لاس نيولی ګرځوه
نۀ کېږی عزیزه پۀ منت
کوډې تعويذونه پرې کوه
0 Comments
Post a Comment