مینه می پریخودی ده هوښیار شومه۔
اوس زه خوشحالو ته لګ اوزګار شومه۔
ولی مور او پلار دی راله نه راکﺉ۔
اوس خو زه د خیره په روزګار شومه۔
مخکښی خو زه ډیر د کار سړی اوومه۔
اوس د کاره اووتم بی کار شومه۔
زه په سلګو سر اومه ژړل می خو۔
ستا دا راکتو سره قلار شومه۔
یاره ستا راتلو سره زه ټهیک شومه۔
ستا د تلو سره واپس بیمار شومه۔
تا چی راته اووی زه واپس رازم۔
ډیر درته په لاره کښی ایسار شومه۔
زه پاګل به ښه پری خوشحالی اوکم۔
ستا مینه کښی یاره که په دار شومه۔
0 Comments
Post a Comment