وييل يې نوره يــــــاري مه کوه د جــــامه سره
وييل مې ژوند څه شوچې نه وي د الزامه سره؟

وييل يې چرته شوې روان د بې نيازيو سره؟
وييل مې څه اوکړم اخر د دې ماښامه سره؟

وييل يې ولې رانه کرکـــــه کوې وا سړيه؟
وييل مې هــر څه مې روا بولې د قامه سره

وييل يې هيـــــــڅ د تړون دې نه وينم د ځنو سره
وييل مې کوم تړون يې وينې ننګ او نامه سره؟

وييل يې ســـــــتا غم د کابل او کندهار او پکتيا؟؟
وييل مې ستا غم شريکي کشمير او شامه سره؟؟

وييل يې ځـــــه ورځـــــــه غږيږه ليونے،ليونے
وييل مې ځــه ګرځــه د چف او دم او دامه سره

وييل يې تـــه ممتـــــاز کافر يې په څلور مذهبه
وييل مې بس نو ستا نور څه کار د اسلامه سره؟