د رڼا پۀ پلوشو کښې ستا قدرت دے لويه خدايه پۀ تيارو کښې ستا قدرت دے
ستا پۀ حکم ماښام کېږى سبا کېږى پۀ دې ورځو پۀ دې شپو کښې ستا قدرت دے

بارانونه، ږلۍ، واروه ترې ورېږى د وريځو راوستو کښې ستا قدرت دے
ساه د ساه خاوندان ستا پۀ قدرت اخلى د زړګو پۀ درزېدو کښې ستا قدرت دے

کرشمې ستا د جمال پکښې ځلېږى پۀ رنګونو د سپرلو کښې ستا قدرت دے
د تنکو تنکو ګلونو حفاظت کړى پۀ تېرو، تېرو ازغو کښې ستا قدرت دے

تا د کاڼو نه لعلونه پيدا کړى پۀ دې غرونو سر درو کښې ستا قدرت دے
نن چې نازؔ پرې ستا ثناء ليکم خالقه د قلم پۀ خوزېدو کښې ستا قدرت دے