مرد به نه شى په ګفتار
څو پيدا نه کړى کردار

چى دِ اوکنځى مرد نه ي
که له تانه وى په ډار

چى څه دئ خو انتقام دئ
د مردانو کاروبار

چى عزت ورسره نه وى
هغه مرد نه دئ په کار

وم مهره لرى وم زهر
ښه مردان دى لکه مار

چى وم تندر وم باران وى
تر هغو مردانو زار

مرد به غم دخپل هنر که
نه د زر نه د دينار

مرد به غم که دخپل شرم
دعزت او د اتبار

نا مرد فخر په نسب که
مرد نه مور لرى نه پلار

د خوشحال خبرى ګوره
لعل و دٌر پيئ په تار