لکه غزال لکه طاؤس زما نه زړه صبر که
ته ئې کمخواب ته ئې اطلس زما نه زړه صبر که
ستا د نازونو د اوړو کلي کې ډير خلک دي
زه خو یم عام غوندې یو کس زما نه زړه صبر که
راپسې مه راځه یقین اوکړه ستومانه به شې
پخپله لاره ځه واپس زما نه زړه صبر که
ستا تجربه شته تاته ګرانه نه ده لار بدلول
زما په زړه نه رسي وس زما نه زړه صبر که
ما سره ستا د تپوسونو هیڅ جواب نشته دی
ته خفه کیږه مه خو بس زما نه زړه صبر که
ئې په توده کې دومره زر درته لا نه وایمه
خیر دی خو لږه موده پس زما نه زړه صبر که
اظهاره ماته د ژوند هره نغمه داسې وائي
زه بې وسي یم د قفس زما نه زړه صبر که
0 Comments
Post a Comment