مينــه څنګــه مـــرحلو تـه سړئ بوځي
عجيبه رنګـــي قيصـو تـه سړئ بوځي

عقل پاتــي حـق زبــون شــي کـردګاره
له ابادي څخــه غــرو تـه سـړئ بوځي

هيڅ تسکيــن يي د زړګــي نشي عالمه
کله کلــه چــي فـکرو تــه سـړئ بوځي

په مرګي باندي راضي وي له ژوندونه
په ژوند داسي حادثو ته ســړئ بوځي

ناصيحان بــه يي لــه درده باخبر شي
دوي چي اوور بلو لمبو ته سړئ بوځي

عاشقي دي په مرګونو باندي تـير کړي
د يار يو نظــر ليــدو تــه ســړئ بوځي

نـــابيــنا شــي پــه بيــنا سترګـو روانه
چي الفت د هيجر شپو ته سړئ بوځي