انسانانو ليـونې کړم
شيطانانو ليونې کړم
د پيريانو سره ژوند دې
مولايانو ليونې کړم

په مذهب کښې مذهبونه
په مسلک کښې مسلکونه
په جومات کښې جلوسونه
په ممبر باندې جـنګـونه

د چا تور پټکې په ســر دې
د چا سپين پټکې په سر دې
څوک سرتور سرونه ګرځي
د چا شين پټکې په سر دې

په سندره مې کافر کړي
په خــبره مې کافر کړي
چې د سوال جواب رانکړي
زرتر زرہ مې کافر کړي

چې په دہ پسې پسې شم
که ھغہ پسې پسې شم
چې د ذهن لاره واخــلـم
که په زړه پسې پسې شم
سوک وائی دا عمل سنت دې
سوک وائی داگورےبدعت دې
دے وائی ديخوا ته دوزخ دې
دا وائی دلتہ خو جـنت دے

نور د هر څه نه باغي يم
که هـــر څو جهنمي يم
ته ميخوار زه دې ساقي يم
زه دا نه چې فلسفي يم

د روژې مسلمانان يو
د جمعې مسلمان يو
په توبو مې دې توبه وي
بې مزې مسلمانان يو
د جومات د دروازې نه
تر حجرې مسلمانان يو
امانت کښې خيانت کړو
بې وعدې مسلمانان يو

آذانونه مـو يو نه دي
اخترونه مو يو نه دي
که په يو صف کښې ودريږو 
خو نيتونه مو يو نه دي

په والله ليونې کيږم 
په رښتيا ليونې کيږم
لکه بيا مې ماغزه درومي
لکه بيا ليونې کيږم

په يـوه دې پوهـه نه کړو
په کيسه دې پوهه نه کړو
مـلاجـانـه لـيـونې شــې
په ټپه دې پوهه نه کـړو

زه د چا نه نفرت نه کوم
د دنيا نه نفرت نه کوم
دا مې ټول د سر ګلونه
د ملا نه نفرت نه کــوم
په انسان مې زړه خوږيږي
د انسانه نفرت نه کــوم

دا کيسه راته يوه کړئ
عـقـيـده راته يوه کړئ
په قرآن لاسونه کيږدئ
کـلـيمه راته يوه کړئ