خولګۍ یې راکړه رپیده سترګې یې ټیټې ګړلې
هو پښتنه وه شرمیده سترګې یې ټیټې کړلې
سخته غوسه شوه، ویـل یې څـه له درتـه غـاړه درکړم
چې ور په یـاده مې کـړه وعـده، سترګې یې ټیټې کړلې
بلې جینۍ پـه څنګل ټک ورکـړ چې یار دې ګوره
له ورایه شنه شوه خندیـده سترګې یې ټیټې کړلې
پرون مې خط کې ورته ولیکل چې خوښه مې یې
نن مې له څنګه تیریـده، سترګې یې ټیټې کړلې
زړه یې غوښتل چې جنګ د سترګو تر سبا وکړي خو
له غمازانو ډاریده، سترګې یې ټیټې کړلې
0 Comments
Post a Comment