ستا په اوږدو اوږدو وعدو چي اميدونه تړم
ده ګل په پانړو به ده شونډو پرهرونه تړم

ده لوپټي پسکي ئي اونيوه په غاښ ويل ئي
ګلشن ته ځو خو په کمسو به دي لاسونه تړم

زما کتاب کښي ده نفرت هډو نامه نشته دي
زه خو همېش په محبت ده خلقو زړونه تړم

چي وعده وکړي لېونئي نو بېا ئي مه ماتوا
زه ستا په سر ده خپل رقيب سره شرطونه تړم

ستا محبت مي په سينه کښي غورځنګونه وهي
دي اباسين ته به تر څو پوري بندونه تړم..؟