هغي زمونږ د زړونو خیال ساتلی
کترینه کیف خو دی الله وبخښي
ړومبی خو زه یم اسویلی مه کوه
روستو شه مړه تا به بیا وبخښي
زما په خیال د پاچا خان په وجه
کیدای شی ټوله پښتونخوا وبخښي
تا دی تسبیح جنت ته بوځي شیخه
ما دی د شونډو په دعا وبخښي
ظالمه یاره تا بخښی او که نه
ستا اننګی دی خامخا وبخښي
منظره نن د ماذیګر په لمونځ کې
ټول دعا وکړي چې ملا وبخښي
0 Comments
Post a Comment