مسجد په وینو سور دی او سجدې په وینو سرې دي
قران ټوټه ټوټه شو سپارې په وینو ســـرې دي

په ګل ننګرهار د ویر ټغر خور شویدی عالمه
د هسکې مینې لارې او کوڅې په وینو سرې دي

تړمه تور سالو مې د شهید لالي جنډو ته
راکړي د ګلاب سپینې جامې په وینو سرې دي

د ډیرو یتیمانو بندې ستوني کې سلګۍ شوې
د ډیرو کونډو بورو نن اسرې په وینو سرې دي

راپاڅۍ شازلمو دا خاوره بیا انقلاب غواړي
دا کاڼي بوټي واړه دا میرې په وینـــــو سرې دي

لویدلی رنځور زړه مې محبته په سینه کې
کټ کړي چا بې رحمه ترې ریښې په وینو سرې دي