غټ، غټ ټيکري، درنې، درنې راباندې ولګېدې
دا پېغلې څوک دي؟ ډېرې ښې راباندې ولګېدې
ځکه مې وپوښتل له مانه يې مخونه پټ کړل
په خوي، خاصيت کې پښتنې راباندې ولګېدې
په ونه دنګې غنم رنګې ته د کوم کلي يې
مړې دا سترګې دې خوږې راباندې ولګېدې
په طبيبانو ډېر زيات وګرځېدم ښه نشومه
بس سپينې لاړې ستا د خُلې راباندې ولګېدې
راته يې بيا وېښتو کې راکاږه مزه يې وکړه
ګلې دا ګوتې دې پستې راباندې ولګېدې
ما هلته مېنه خوروله نو په دغه وجه
د ملا رنګ په رنګ ټاپې راباندې ولګېدې
صميمه لاړمه برباد شوم ژوند مې وبايللو
د چا ازار د چا ښېرې راباندې ولګېدې
0 Comments
Post a Comment