بې مازې ېي بې آرامه خوخ مې نشوې
د پــرادي وطن ماښامه خـوخ مې نشوې

ده مظـلوم په حق دې خـولا ده ولي بندا
په مـــمبر ناسته اِمامه خوخ مې نه نشوې

يتـيـمانو لا دې سـتغې سـپـــوري او وې
اې دخـــان خجـرې غلامه خوخ مې نشوې

معـــلومـــيږي چې ېي ځــان لا بــند تړلۍ
دريبــار د خــولې پيغامه خوخ مې نشوې

څــنګ لا څــنګ لا د جومات ځنې ګرزيږې
ميـــخانې تــه په سلامه خوخ مې نشـوې

په نازک وخــت کې اکــثر پرې غلبـه راشي
د شاعـــــرساړي الــــهامه خوخ مې نشوې

ځه عمـــــــــــربنګش د مينې په لټون يم
لانفــرته ډکه قــامــه خــوخ مــې نشـــوې