دغه څه حال دی زما ياره څه وئيلې نه شم
زړۀ مې را ډک دی خو له ډاره څه وئيلې نه شم

نه خو يوسف يم نه منصور يمه نو څه ووائيم
بې له زندانه بې له داره څه وئيلې نه شم

مونږ دې ته ناست وو چې خبرې په خبرو حل شي
نور ددې ستړي انتظاره څه وئيلې نه شم

ته مې ګڼې چې ګنې مونږه يو درياب راوړي
لا مې هم دغه شانتې شماره څه وئيلې نه شم

داسې څه ووائي چې هيڅ به درته نه وائيمه
دومره دروغو ته رېباره څه وئيلې نه شم

زما د صبر ازمېښت اخلې ورته غنې کرې
که ستاسو وي هم دغه لاره څه وئيلې نه شم

دغه اوده که مې د درد په چغو نه ويښيږي
طيبه! نور ورته د قاره څه وئيلې نه شم