څومره چې زړه مې اوچتیږی ستا د بامه سره
دومره ښویږمه اشنا, د هره ګامه سره

قاصده دا خبره بس ده چې انکار یی وکړو
څه له سلګۍ یی راته ستايی د پیغامه سره

دا د بادونو ادیره, چې بینوا پرې نه ږدو
راځۍ چې اوښکې پری ډیوې کړو د ماښامه سره

چې په ژوندون کښې یی محرومه له ژوندونه کړمه
اوس مې لحد ته کوزوي ، څه د آرامه سره

دا راته ووئيل احساس چې نور دی نه شمه وړی
اوس دی په ولو ګرځوومه ، د ناکامه سره

اوس په خوبونو کښی هم مه راځه بدنامه به شی
کلی هر چا دی پریښودلی , ما بد نامه سره

هم تری د مینی باور پورته هم د خلقو شولو
څه حادثی شولې را پیښی , د اکرامه سره