بيا سينه کښې ستا يادونه پۀ چپو دي
بيا دَ سترګو سېلابونه پۀ ختو دي
هر انداز ئې دلفريب دے خو زړګيه!
دا معصوم معصوم کتل ئې دَ کتو دي
بوراګانو دَ سپرلو لمنې نيسۍ
دَ ګلونو قافلې ګنې پۀ تلو دي
دَ رڼا لارې به کومې پورې څارو
دَ داغونو سلسلې تلې تر څو دي
هر يو زخم مو سينه کښې فريادي دے
ومو نۀ وې خو قيصې دَ اورېدو دي
دَ ديدن غرونه سوري نۀ شو شيرينې
خپل سرونه مو وهلي پۀ تېشو دي
دَ وفا زمکې خړوب نه شوي اعظمه!
ډېرې وينې مو ورکړې دَ زړګو دي
بيا دَ سترګو سېلابونه پۀ ختو دي
هر انداز ئې دلفريب دے خو زړګيه!
دا معصوم معصوم کتل ئې دَ کتو دي
بوراګانو دَ سپرلو لمنې نيسۍ
دَ ګلونو قافلې ګنې پۀ تلو دي
دَ رڼا لارې به کومې پورې څارو
دَ داغونو سلسلې تلې تر څو دي
هر يو زخم مو سينه کښې فريادي دے
ومو نۀ وې خو قيصې دَ اورېدو دي
دَ ديدن غرونه سوري نۀ شو شيرينې
خپل سرونه مو وهلي پۀ تېشو دي
دَ وفا زمکې خړوب نه شوي اعظمه!
ډېرې وينې مو ورکړې دَ زړګو دي
0 Comments
Post a Comment