دا سپوږمۍ او ستوري او مست ماښام
مشخول زما د غمونو ده
دا په ما مین دی مالک زما
ځکه ډکه دنیا د ګلونو ده

سپرلی څه دی؟ جانان مست شوی دی
هره سا او زړه کې خپل نور خورۀئ
په ګلونو کې خپله رڼا خوره ئ
په نسیم کې رنګونه د تور خوره ئ

چې تر څو یوه نظاره د رنګ
د غورځنک، د مستۍ په انسان کې وي
تر هغې به دا زه ونه منم
چې اورونه به هغې جهان کې وي

زه جوړ کړی نه یم سزا له یار
زه یې جوړکړی یارانې له یم
ما نه مینه خندا او مستي غواړي
که جومات که بتخانې کې یم

بیا سپرلی راغی بیا یې پیغام راوړ
د رنګونو، ګلونو او رڼا
بیا ساقي راغی ډک یې جام راوړ
د مستۍ، ځوانۍ او خندا

بیا یې سرو ګوتو کې ونیوه
لېوني ته جام د غمونو ډک
د ژوندونه ډک، د فراق نه ډک
د وصال د رنګونو، خوبونو ډک